تلگراف: طالبانو د ملیونونو دالرو په اخیستل، د جام جهانی استدیدوگانو په جوړولو مرسته ګړی دی


د ټلګراف لخوا خپور شوی وروستی راپور، د طالب چارواکو د لوړو عوایدو او د هغو لخوا د قطر د نړیوال جام د لوبغالو په جوړېدو کې د یادې ډلې پانګه له پاچونه پرده پورته کړې ده.


د ټلګراف په حواله، د طالبانو چارواکو چې د سولې په مذاکراتو کې یې ګډون درلود، لوړې تنخوا ګانې یې ترلاسه کولې. وروسته له هغې، د یادې ډلې ګڼ شمېر غړو، په تېرو څو کلونو کې د فوټبال د نړیوال جام د لوبو د ترسره کېدو لپاره د زیربناوو د جوړېدو په چارو کې یې ماشینونه په ټېکه ورکړي دي چې د یادو ماشینونو عاید ډېر لوړ وو او په میاشت کې تر ۱۰زرو پونډو پورې هم رسېدل.


د دې راپور په حواله، د یادو پیسو د مصرفېدو ځای او څرنګوالی د امریکایي او قطري چارواکو لپاره په دې دلیل ستونزمن وو چې یادې شوي پیسې په پیل کې په نقدي ډول طالبانو ته ورکړل شوي او وروسته به د هغو بانکي حسابانو ته لېږدول شوي دي.


ګڼې سرچینې ادعا کوي، چې حاجي احمد جان، د طالبانو یو منځګړی کس چې په دوحه کې اوسېدی او له ۱۹۹۶ څخه بیا تر ۲۰۰۱ کاله پورې د افغانستان د پټرولیم او کانونو پخوانی وزیر وو، نوموړي د نړیوال جام د زیربناوو د جوړولو لپاره په ودانیزو شرکتونو باندې د ماشینری د اجارې په چارو باندې نظارت درلود.


ټیلیګراف د "ښکاره راز" په برخه کې راپور ورکوي چې د حاجي احمد جان سره د نظر د اخیستنې لپاره اړیکه ټینګه شوه، خو د دې ټلیفوني اړیکې په اړه نور جزئیات نه دي ورکول شوي. همدا راز ټلګراف ورځپاڼه وايي چې طالبانو د نړیوال جام د لوبغالي په جوړولو کې لاس لرل رد کړي دي.


په عین حال کې، طالبانو اعلان کړی چې په افغانستان کې به هغه افراطي قوانین پلي کړي چې په ۱۹۹۰مه لسیزه کې پلي کېدل، هغه قوانین چې د دوی له لوري "شرعي قوانین" ګڼل کیږي. په ورته وخت کې له څه باندې یوه کال راهیسې، یادې ډلې د ښځو لپاره ښوونځي او پوهنتونونه تړلي دي او په ټول هېواد کې یې د وهلو او ټکولو په څېر د سختو سزاوو اعلان کړی دی.

  • 08 ليندۍ 1401